|
ما دغه دعا ډېره پخوا له خدایه غوښتې ده وخت له خپله جبره نن پنا له خدایه غوښتې ده
وه چي په ګـــــــــډا ماته دپیغلي لیونۍ په شان هغه بد مستی مي دسبا لـــــه خدایه غوښتې ده
دومره خواست هم مخامخ ګڼم دمحبت تـــــوهین ستا وړه خندا مي هم په غلا له خدایه غوښتې ده
واړه آسمانونه به پرې ووایي آمین٫ خـــــاوري تاله ما په څومره دړد دعا له خدایه غوښتې ده
زه که ځان غني بولم غني په دې غوښتنه یـــم ما دزغم اوچــــته استغنا له خدایه غوښتې ده
بل مي دباطن څراغ ساتلئ په توفــــان کي هم ما رڼا له لمره نه٫ رڼا له خدایـــــــه غوښتې ده
لوبه دپنا ده پــــــــــــــکې غواړم دسرونو خېر موږ په وحشتونو کي بقا له خدایه غوښتې ده
کوم یـــــزید ایازه ویرولــــــــي اسمانونه دي چا دلته بلا دکـــــربلا له خـــدایه غوښتې ده
|